ضد بیان LGBT د همجنسبازانو

د همجنسبازانو(LGBT) ضد ویناوې هغه موضوعات، عبارتونه او شعارونه دي، چې د همجنسبازۍ یا نورو جنسي او همجنسبازۍ اړوند تمایلاتو ‎پر وړاندې کارول شوي، ترڅو د لزبین، همجنس باز، دوه جنس پال او ترانسجندر (LGBT) خلکو ته د سپکاوي په موخه وکارول شي. دوی له سپکاوي او له سپکاوي نه نیولې ترهمجنسبازۍ سره د دښمنۍ څرګندولو پورې اړه لري، چې د دیني، طبي یا اخلاقي اساساتو پربنسټ دي. دا موارد د نفرت د بیان یوه بڼه ده، چې په ځینې هیوادونو، لکه: هالنډ، ناروې او سویډن کې غیرقانوني دي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د همجنسبازانو (LGBT) ضد بیانات او شعارونه تر ډېره اخلاقي ویره یا د سازش تیوري لري. په ختیځه اروپا کې ددسیسې دا تیورۍ د پخوانیو یهودي ضد دسیسو پر بنسټ ولاړې دي او په دې باور دي، چې د (LGBT) غورځنګ د بهرني کنترول او تسلط یوه وسیله ده.[۶][۷][۸]

د همجنس پلویانو ضد ویناوې سمول

د همجنس بازۍ ضد فعالین ادعا کوي، چې همجنس پلوي د کورنۍ د دودیزو ارزښتونو خلاف ده، همجنس پلوي یو ټروجن آس دی، یا دا چې کورنۍ او بشریت د همجنس بازانو د ګومارنې له لارې له منځه وړي، چې د بشریت د ورکیدو لامل کیږي.[۹]

د ناورینونو لامل کېدل سمول

شاوخوا زرکاله کېږي، چې دا استدلال موجود دی، چې همجنسبازان د طبیعي پیښو لامل کېږي، حتی مخکې له دې چې ژوستینین په شپږمې زېږدیزېپیړۍ کې د زلزلو پړه د (ناکنترول شوي همجنسګرایانه کړنو) په غاړه واچوي. دامفکوره د معاصر مسیحیت په لومړنیو ادبیاتو کې دود و. همجنسبازان به د زلزلو، سیلابونو، قحطیو، طاعوني ناروغیو، د ساراسینیانو او صحرايي موږکانو د یرغلونو لپاره تورن او رټل کېدل. دا بحث په ۱۹۷۶ ز کال کې د انیتا براینټ په وسیله هغه وخت بیا ژوندی شو، چې همجنسبازان یې په کالیفورنیا کې د وچکالۍ لامل په توګه معرفي کړل. په متحده ایالاتو کې د ویستبورو باپتیست (Westboro Baptist ) په شمول د ښي اړخو دیني ډلو ادعا کوله، چې همجنسبازان د ناورینونو مسؤلین دي. یو شمېر همجنسبازان لکه: ایزاک، کاترینا او سندي د توپان په برخه کې تورن پېژندل شوي دي. په ۲۰۲۰ ز کال کې بېلابېلو دیني شخصیتونو، لکه: د اسرائیلو ربي میر مازوز استدلال کړی، چې د COVID-19 وبا پراختیا د همجنس بازۍ اړوند فعالیتونو یا هم د تکبر او غرور له امله الهي سزا ده.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر میاشتې له بریدونو وروسته، د جیري فالویل په نامه یو تلویزیوني خبریال «کافران، د جنینونو له منځه وړونکي، فېمینیستان، همجنس‌ګرایان او جنسي کاروباریان لزبینیان چې په فعاله توګه هڅه کوي، د امریکا له لاري د خلکو لپاره د بدیل ژوند تګلاره، ACLU رامنځته کړي»ټول د هڅولو لپاره ملامت کړل. د اسلامي بنسټپالو یرغل او دې ته د خدای اړ ایستل چې د امریکا له ملاتړ نه لاس واخلي، د دې لامل کیږي چې فالویل د The 700 Club عیسوي تلویزیوني پروګرام کې وویل : «تاسو مرسته وکړه، چې دا پېښه وشي» هغه بیا وروسته بښنه وغوښته او ویې ویل:«زه هیڅکله له ترهګرو پرته بل انسان نه ملامت کوم».[۱۵][۱۶][۱۷]

په ۲۰۱۲ ز کال کې د ایګناسیو اوروتیا په نامه چیلي سیاستوال ادعا وکړه، چې د چیلي په اردو کې همجنسبازانو ته د خدمت کولو اجازه ورکول د دې لامل کېږي، چې پیرو او بولیویا د هغوی په هیواد حمله وکړي او هېواد یې اشغال او ویجاړ کړي.[۱۸]

د ایډز لامل کېدل سمول

د همجنسبازۍ په اړه د خبرو اترو وده، چې د ناورینونو لامل کېږي، داسې استدلال کوي، چې HIV/AIDS د همجنسبازۍ لپاره الهي سزا ده. په ۱۹۸۰ ز لسیزه کې د ایدز ناروغۍ په لومړیو کلونو کې، یو شمېر اصلي ورځپاڼو دا ناروغي د «همجنس پلویانو طاعون» په نامه یاده کړه. د څو کلونو لپاره د دې ناروغۍ غلط تخنیکي نوم، د همجنس پلویانو اړوند معافیت کمښت و. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

«ایدز ناروغي مړي وژني» دا شعار د ایدز ناروغیو په لومړیو کلونو کې په متحده ایالاتو کې راڅرګند شو، یعنې هغه وخت چې دا ناروغي په عمومي توګه د نارینه همجنسبازانو په منځ کې تشخیص شوه او تقربیاً په دوامداره توګه وژونکې وه. دا شعار په چټکۍ سره د یو زړه راښکونکي حقیقت، یو شعار، یا په ساده ډول په ګرافیتي توګه لیکل شوي مورد په توګه څرګند شو. داسې راپور ورکړل شوی، چې دا شعار لومړی ځل د ۱۹۹۰ ز لسیزې په لومړیو کې په عمومي توګه څرګند شو، کله چې د هوی متال Skid Row ډلې پخواني مخکښ سندرغاړي سباستین باخ دا شعار په هغه یخن‌قاق باندې لیکل شوی و چې ده اغوستی و او دا یخن‌قاق د یوه نندارچي له خوا ورکړل شوی و. د ویستبورو باپتیست کلیسا په وسیله: د «ایدز شفا بښونکی ده» شعار کارول کېږي.[۲۶][۲۷][۲۸]

د همجنس بازۍ اجنډا / تګلاره سمول

د «د همجنس ګرایۍ اجنډا» توهینونکې اصطلاح د لیزبین، همجنس پلویانو، دوه جنسیت لرونکو او ترا جنسیت لرونکو (LGBT) اړوندو مسائلو په هکله د حکومت د سیاستونو او قوانینو د بدلون اړونده هڅو لپاره کارول کیږي، د بیلګې په توګه: د همجنس پلویانو واده کول او مدني اتحادیې، د همجنس بازانو (LGBT) منل، د یوې موضوع په توګه د جنسي تمایلاتوپه رسمیت پیژندل، د مدني ساتل شویو حقونو د لږه کیو ډلبندي، د همجنسبازانو نظامي ګډون، په عمومي زده کړو کې د همجنسبازانو د تاریخ او موضوعاتو شاملول، د کوچنیو همجنسبازانو د ساتنې لپاره د ځورونې ضد قوانینو معرفي کول او دغه راز د غیر دولتي کمپاینونو او فردي اقداماتو ترسره کول، چې د همجنسبازه وګړو اړیکو، هویتونو، لیدلورو او فرهنګي منلو ته وده ورکوي. همدارنګه دا اصطلاح د ځینو ټولنیزو محافظه کارانو له خوا د همجنسبازانو(LGBT)اړوند حقونو د فعالینو له لوري ادعا شویوموخو، لکه: د«همجنس ګرایۍ اړوند ژوند په سبک» کې د دګرجنس پلویانو استخدام تشریح کولو لپاره هم کارول شوی دی. [۲۹]

په متحده ایالاتو کې «د همجنس بازانو اجنډا» جمله د یوې ویډیويي لړۍ په وسیله مشهوره شوه، چې د انجیل مذهبي ډلې په وسیله کالیفورنیا کې د ژوند د وزارتونو پسرلي په نامه تولید شوې او د ډېری ښي اړخو مسیحي سازمانونو په وسیله خپره شوه، چې لومړۍ ویډیو یې د همجنس بازانو اجنډا نومېده او په ۱۹۹۲ ز کال کې خپره شوه. په همغه کال کې د اورګان (یو عیسوي فعال محافظه کاره سیاسي سازمان) د اتباعو اتحادیې له دې ویډیو څخه د خپل کمپاین یوې برخې په توګه د رایې اخیستو لپاره کار واخیست، ترڅو د اورګان اساسي قانون اصلاح یا تعدیل کړي، ترڅو د هغه څه مخه ونیسي چې OCAیې د همجنسبازانو، لزبینانو او دوه جنسیتیانو لپاره ځانګړي حقوق بولي.[۳۰][۳۱]

په لینکلن کې د جنسیت اړوند علمي څېړنو مؤسسه چې وروسته بیا د کورنۍ څېړنو مؤسسې په نامه یاده شوه، د یادې مؤسسې یو بنسټګر پاول کامرون په دې ویډیو کې څرګند شو او ټینګار یې وکړ، چې ۷۵ سلنه نارینه همجنسبازان په منظم ډول دفع کوونکي مواد(پاخانې) خوري او ۷۰ تر ۷۸ سلنه یې هم په مقاربتي یا جنسي ناروغیو اخته دي. د همجنسبازانو تګلاره یا اجنډا د درېیو نورو ویډیويي خپرونو؛ په عمومي زده‌کړو کې د همجنس بازانو اجنډا (۱۹۹۳ ز)، د همجنس بازانو اجنډا: د ۱۹۹۳ ز کال مارچ کې په واشنګټن کې او د ستون وال بله ځانګړنه د چل او دوکې ۲۵کاله (۱۹۹۴ ز) په وسیله هم تعقیب شوه. په دې ویډیوګانو کې د LGBT حقونو اړوند مخالفینو سره مرکې شاملې وې،او دا سریال د عیسوي ښي اړخو سازمانونو په وسیله خپور شو.[۳۲][۳۳]

  • په ۲۰۰۳ ز کال کې د متحده ایالاتو د سترې محکمې قاضي انتونین سکالیا د لارنس په تاریخي قضیه کې د خپل اختلاف په برخه کې ولیکل، چې د نن ورځې نظر د یوې محکمې محصول دی، چې د وکالت د کلتورمحصول دی او په لویه کچه یې له سنرې سره لاسلیک کړی دی. د همجنسبازۍ اجندا، چې له مخې یې زما مطلب هغه اجنډا او تګلاره ده، چې د ځینې همجنسګرا فعالینو په وسیله ترویج کېږي او هدف یې هم د هغه اخلاقي ظلم له منځه وړل دي، چې په دودیز ډول د همجنسپالو کړنو پورې تړاو لري.[۳۴]
  • په ۲۰۱۹ ز کال کې دوه مشهور رومن کاتولیک کاردینالونو ریموند لیو بورک او والتر برندمولر پاپ فرانسس ته یو پرانیستی لیک ولیکه، چې د «همجنس ګرایۍ اړوند طاعون» د پای ته رسېدو غوښتنه یې وکړه، چې دوی په یوه برخه کې هغه د کلیسا په کاتولیکانو کې د جنسي تیري کړکیچ ته منسوب کړ. هغوی داسې ادعا وکړه، چې تګلاره یا اجنډا د «منظمو شبکو»په وسیله خپره شوې، چې «د خاموشۍ دسیسې»په وسیله ساتل کېږي. [۳۵]

د یوګانډا او د متحده ایالاتو عیسوي فعالان، د امریکا د دیني ښي اړخ څخه اغیزمن شوي، چې د «همجنس بازانوپروګرام»اړوند وینا یې په پور اخیستې، ترڅو په عامه افکارو اغېز وکړي او په پای کې پارلمان دېته وهڅوي، چې د یوګانډا د همجنسبازۍ ضد قانون تصویب کړي، چې د «همجنسبازۍ جرم» لپاره یې ځینې سزاوې د عمر قید تر سزا پورې لري (چې پخوا «د همجنسبازانو پاڼې ختمې کړئ» په نامه یادېدلې).

سرچينې سمول

  1. "Hate Speech and Hate Crimes against LGBT Persons" (PDF). European Union Agency for Fundamental Rights. 2009. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Hate crime & hate speech". ILGA-Europe. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Dutch penal code – article 137c". د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Norwegian Penal code, Straffeloven, section 135 a." د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 24 July 2012 باندې). Lag om hets mot folkgrupp innefattar homosexuella - DN.SE.
  6. Herdt, Gilbert (June 2009). Moral Panics, Sex Panics: Fear and the Fight Over Sexual Rights (په انګلیسي ژبه کي). NYU Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8147-3723-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Klosowska, Anna (6 June 2011). "Trouble in the Global Village: A Snapshot of LGBT Community in Eastern Europe". In Sierra, M.; Román-Odio, C. (المحررون). Transnational Borderlands in Women's Global Networks: The Making of Cultural Resistance (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-11947-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sherry, Michael S. (2007). Gay Artists in Modern American Culture: An Imagined Conspiracy (په انګلیسي ژبه کي). University of North Carolina Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8078-8589-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Russia raises anti-LGBT rhetoric at home while softening message to West | CTV News". Ctvnews.ca. 2013-11-27. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dynes, Wayne R. (22 March 2016). "Myths & Fabrications". Encyclopedia of Homosexuality: Volume II. Routledge. د کتاب پاڼې 870. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-36812-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Greenberg, David F. (15 August 1990). The Construction of Homosexuality (په انګلیسي ژبه کي). University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 168. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-30628-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Dominey-Howes, Dale; Gorman-Murray, Andrew; McKinnon, Scott (2014). "Queering disasters: on the need to account for LGBTI experiences in natural disaster contexts". Gender, Place & Culture. 21 (7): 905–918. doi:10.1080/0966369X.2013.802673. S2CID 146478126. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Dominey-Howes, Dale; Gorman-Murray, Andrew; McKinnon, Scott (2014). "Queering disasters: on the need to account for LGBTI experiences in natural disaster contexts". Gender, Place & Culture. 21 (7): 905–918. doi:10.1080/0966369X.2013.802673. S2CID 146478126. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 9 March 2020 باندې). Religious figures blame LGBT+ people for coronavirus. Reuters.
  15. (په 15 September 2001 باندې). After the Attacks: Finding Fault; Falwell's Finger-Pointing Inappropriate, Bush Says. The New York Times.
  16. "Falwell apologizes to gays, feminists, lesbians". CNN. مؤرشف من الأصل في April 12, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. . Falwell and Robertson Blame Liberal America. Snopes.com.
  18. (په 2012 باندې). 'Si aceptan homosexuales en el Ejército, Perú y Bolivia nos volarán la raja' | Noticias | elmundo.es. www.elmundo.es.
  19. Bright, G. (14 February 2012). Plague-Making and the AIDS Epidemic: A Story of Discrimination (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-01122-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Dynes, Wayne R. (22 March 2016). "Myths & Fabrications". Encyclopedia of Homosexuality: Volume II. Routledge. د کتاب پاڼې 870. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-36812-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Murphy, T F (1988). "Is AIDS a just punishment?". Journal of Medical Ethics. 14 (3): 154–160. doi:10.1136/jme.14.3.154. PMC 1375741. PMID 3184138. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 30 November 2018 باندې). 'Gay plague': The vile, horrific and inhumane way the media reported the AIDS crisis. PinkNews.
  23. Dowsett, Gary (2009). "The "gay plague" revisited: AIDS and its enduring moral panic". In Herdt, Gilbert (المحرر). Moral Panics, Sex Panics: Fear and the Fight over Sexual Rights (په انګلیسي ژبه کي). NYU Press. د کتاب پاڼي 130–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8147-3732-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Howard, Ken; Gavin Yamey (2003). "Magazine's HIV claim rekindles "gay plague" row". BMJ : British Medical Journal. 326 (7386): 454. doi:10.1136/bmj.326.7386.454. ISSN 0959-8138. PMC 1125344. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 6 January 2017 باندې). The terrifying experiences of a gay man who lived through the AIDs crisis. The Independent.کينډۍ:Cbignore
  26. . Anti-Gay Protesters Descend on LISD. kcbd.com.
  27. Claussen, Dane S. (2002). Sex, Religion, Media (په انګلیسي ژبه کي). Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 193. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7425-1558-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Michael Musto. "La Dolce Musto", village voice, 2000. "La Dolce Musto". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Alvarado, Cheney; Churchill, Lindsey (2019). "Radical Gay Agenda". In Pierceson, Jason (المحرر). LGBTQ Americans in the U.S. Political System: An Encyclopedia of Activists, Voters, Candidates, and Officeholders, Volume 2. Santa Barbara, Calif.: ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 351–353. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4408-5277-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Herman, Didi (1997). The Antigay Agenda: Orthodox Vision and the Christian Right. University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-32769-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Signorile, Michelangelo (1993). Queer in America: Sex, the Media, and the Closets of Power. New York: Random House. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-679-41309-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (Herman 1997, pp. 80–81)
  33. (Herman 1997, p. 78)
  34. "GLAAD Media Reference Guide: Offensive Terms to Avoid". GLAAD. 9 September 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Duberman, Martin B. (1997). A queer world: the Center for Lesbian and Gay Studies reader. NYU Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8147-1875-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)