ويکيپېډيا:د مخ د ژغورلو غوښتنه

سیدطیب جواد په انګلستان کې د افغانستان لوی سفیر وو. له دې وړاندې هغه، د ولسمشر حامد کرزي د دفتر د رئيس، د امریکا په متحدو ایالاتو، برازیل، مکسیکو، کولمبیا او ارجنتاین کې د افغان سفیر او په سیاسي او بهرنیو اړیکو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس ستر سلاکار په توګه دندې ترسره کړي دي. هغه همدارنګه د امریکا په واشنګټن ډي سي کې د کاپيټالیز د پانګونې مشورتي شرکت او د افغانستان خیریه بنسټ (Afghanistan Foundation) رئیس، په اپکو (APCO) نړیوال سیاسي شرکت کې ستراتېژیست او په نیویارک کې د کانکوردیا (Concordia) ادارې په ګډون د ډېرو نړیوالو سازمانونو د مدیره پلاوي غړی دی. په اکاډمیک چاپېریال کې، له 2010 کال راهیسې د امریکا د واشنګټن ډي سي د جان هاپکنز په پوهنتون کې د پاول نیتز د نړیوالو اړیکو په پوهنځي کې مقیم دیپلومات (Diplomat in Residence) دی او له هغې وړاندې د ماساچوسیتس ایالت د هاروارد پوهنتون د جان اف کینیډي په پوهنځي کې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو څېړونکی او استاد و. په مدیریتي برخه کې، په 2002 کال کې په افغانستان کې د موقت دولت د رامنځته کېدو له مهاله یې د حکومتولۍ او ملي ادارو په جوړېدو کې ونډه درلوده. هغه د دولت د کړنلارو په ټاکلو، یوه دېموکراتیک حکومت ته د لېږد لپاره د حکومت د پالیسیو پلي کولو او په موقت، انتقالي او ټاکنیزو حکومتونو کې یې په اصلاحاتو او ریفورم کې ونډه درلوده. د دولت د رئيس د دفتر د مشر په توګه د خدمت په دوران کې د کابینې او ملي امنیت شورا د ناستو ناظر و او د هېواد د ملي امنیتي، دفاعي، حقوقي او عدلي ادارو په بیارغونه کې سهیم و. د افغانستان د نوي اساسي قانون د تسوید په تاریخي پړاو کې، د اساسي قانون د لیکلو له کمېسیون سره د ولسمشر د بهرنیو اړیکو د مسوول په توګه دنده ترسره کړې. هغه همدارنګه په بېړنۍ او بیا مشورتي لویو جرګو کې هم د دولتي کمېسیونونو غړی و. په دیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو په برخه کې، هغه نه یوازې د افغان مشرانو په ټولو کورنیو او بهرنیو مهمو ناستو کې ګډون درلود؛ بلکې په شمالي امریکا، لاتینه امریکا، عربي نړۍ، سوېل ختیزه اسیا، منځنۍ اسیا، اروپا او افریقا کې له پنځوسو ډېرو اقتصادي، امنیتي او دیپلوماتیکو نړیوالو کلیدي غونډو کې د افغانستان استازولي او وینا کړې ده. هغه د امریکا د ګانګرس او د نړیوالو رسنیو له غړو سره نېږدې اړیکي لري او په 2005 کال کې د ولسمشر بوش او ولسمشر کرزي ترمنځ د «ډيويډ کمپ» د تاریخي مذاکراتو د تدوین مسوول هم و. دغه راز هغه د افغانستان په اړه د مهمو نړیوالو کنفرانسونو لکه د توکیو، برلین، پاریس، روم او لندن اقتصادي ناستو په ګډون او هم په بروکسل او وارسا کې د ناټو امنیتي کنفرانسونو په جوړېدو کې همکاري کړې ده. د نوموړي د سفارت پر مهال امریکايي رسنیو په امریکا کې د افغانستان سیاسي نمایندګي په واشنګټن کې تر ټولو فعاله استازولي معرفي کړه.

په مطبوعاتي برخه کې، د جهاد او مقاومت له مهاله په نړیوالو رسنیو کې د منځني ختیز او مرکزي اسیا د امنیت او اقتصادي ودې په اړه فعاله حضور درلود او په اسیا، اروپا او امریکا کې په نوموتو چاپي او تصویري رسنیو کې یې کابو زر مقالې، رسالې او مرکې، په بېلابېلو ژبو خپرې شوي دي. د امریکا په اکثریتو مشهورو پوهنتونو او د اروپا په څیړنیزو مرکزونو کې یې وینا کړې ده. کله کله چې وخت پیدا کړي د ادب، تصوف، تاریخ او سیاست په برخه کې لیکل هم کوي او لومړی چاپي اثر یې « د افغانستان د بیارغونې د جګړې واقعیت » تر نامه لاندې په 2005 کال په امریکا کې خپور شو.

په فکري او اېډیالوژيکي برخه کې، هم د دولت په چوکاټ کې او هم له دولت څخه بیرون، د بشري حقونو، د تاوتریخوالي د له منځه وړلو، ټولنیز عدالت او ټولیزې رفاه ملاتړی و. په ټولنیزو خدمت کولو کې، هغه د ټولنیزو خدمتونو د غیر انتفاعي ادارو له لوري خلکو او په ځانګړي ډول افغان ځوانانو ته خدمت کوي. د همدې خدمتونو له امله یې په 2003 کال کې په کابل کې د اساسي قانون په لویه جرګه کې د خدمت کولو مډال، په 2007 کال کې په واشنګټن کې د ملت جوړونې د خدمت جایزه، په 2004 کال کې په واشنګټن کې د ژوند کولو د کیفیت د ښه والي د خدمت جایزې په ګډون یې ډېر ملي او نړیوال نښانونه او مډالونه ترلاسه کړي دي. د هغه د زېږېدو سیمه کندهار دی. یوې منورې او روحاني کورنۍ ته منسوب او د مورخ او د کابل پوهنتون د استاد پروفیسور میرحسین شاه زوی دی. هغه په کابل کې استقلال لېسه ویلې او وروسته د کابل د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ شوی دی. همدارنګه د حقوقو، او سیاسي علومو د مدیریت په برخه کې د المان د مونستر له ویلهمز او د سانفرانسیسکو له ګولدن ګیت پوهنتونو څخه د فوق لېسانس سندونه هم ترلاسه کړي دي. هغه د واشنګټن ډي سي له ارګوسي پوهنتون څخه په نړیوال مدیریت کې افتخاري دکتورا هم ترلاسه کړې ده. هغه له اسپ ځغلولو سره مینه لري، د پولو یا «چوګان» لوبه ترسره کوي او په لاتینه امریکا او اسیا کې د پولو په لوبو کې برخه اخلي. هغه همدارنګه د امریکا د مونتانای ایالت د سروپوستانود قبیلې افتخاري غړیتوب هم لري. نوموړي د افغانستان په ډیرو سیاسي مسایلو کي هم پاته سوي دي. او په دي برخه کي خاصې لاسته راوړني هم لري.