د وې او اې په اړه | وې او اې سره تماس ونیسي

وی او اې ډيوه ريډیو

د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

blank

  • دخالي ورځ, 26 مارچ 2011
  • تازه خبرونه

خبرونه RSS Feeds ار ايس ايس فيډ

آیا د پاکستان ایټمي ودانۍ محفوظې دي؟

د پاکستان چشمه ایټمي بجلي گر

دې کښې برخه واخلئ(داوګورئ)

په ایټمي بټۍ یا ري ایکټر کې د څه خرابۍ یا د حادثې په وجه تابکاري یا ریډیشن په هاغه صورت کې خارجیږي چې نیوکلئیر ملټ ډاؤن اوشي یعني ایټمي بټۍ ویلي شي او هلته د ایټمي عمل د پاره پراته ایټمي مواد یا یورینیئم تابکاري خارجول شورو کړي.

جاپان کې د زلزلې او سیلاب ورستو فوکوشیما ښار کې د سمندر په غاړه جوړ ایټمي بجلي گر ته نقصان رسیدلی دی او هلته د ایټمي بټو نه د ریډي ایشن یا تابکارۍ د اخراج په وجه د بجلي گر شا او خوا اوسیدونکو ته د خپلو کورون پریښود حکم ورکړی شوی دی.

پاکستان هم دوه ایټمي بجلې گرې لري. او پاکستاني چارواکي وائي د فوجي او غیر فوجي ایټمي ودانو د تحفظ د پاره يي کوټلې گامونه پورته کړې دي.

پاکستان په کال نونسوه دوه اویایم کې په کراچۍ کې د بجلۍ د پیداوار د پاره وړمبۍ ایټمي بټۍ یا ري ایکټر لگلولی دي. او د بجلۍ زیاتیدونکې ضرورت پوره کولو د پاره هلته د بل ري ایکټر لگلولو منصوبه سازي يي شورو کړې ده.

د پاکستان بل ایټمي بجلي گر چې درې سوه میگاواټ بجلي پیدا کوي د میانوالي ضلعې په چشمه کلې کې دی. چشمه کې د چین په مرسته په نوي بجلۍ کار هم روان دی.

ددې نه علاوه پاکستان د عسکري مقاصدو د پاره یو شمیر ري ایکټرې لري او پوهان وائي د پاکستان په وسله تون کې دا وخت تر اویاؤ پورې ایټمي وسلې پرتې دي.

د پاکستان عسکري مقاصدو سره تړلې ایټمي ودانۍ زیاتره د مزکې د لاندې په غرنۍ سیمو کې دي او لکه د جاپان خوندې صورتحال په مقابله کې محفوظې گڼلی کیږي.

که پاکستان کې هم لکه د جاپان غوندې صورتحال رامنځته شي نو آیا پاکستان صلاحیت، تیاری او وسائل لري چې خپلې ایټمي بټۍ محفوظې اوساتلی شي؟

پوهان وائی پاکستان تردا وخت ډیر ښه ریکارډ لري او د پاکستان په ایټمي ودانو کې له څه داسې لویه پیښه نه ده شوي.

شاهدالرحمان، په اسلام اباد کې میشته صحافي او د پاکستان د ایټمي پروگرام تجزیه کارچې په دې موضوع يي کتابونه هم لیکلې دي، وائي د پاکستان ایټمي بجلي گرونه تر اوسه پورې محفوظ دي خو د کراچۍ ایټمي بجلي گر د بحیره عرب په غاړه دی نو هلته د جاپان په رنگ د سونامي امکان موجود دی او دا رنگ زلزلې هم راتللی شي خو د کال ٢٠٠٥ په زلزله کې د چشمه ایټمي  بجلي گر بیخي محفوظ پاتې شوی دی.

اشاهد الرحمان وائي پاکستان د هند په مقابله کې د تحفظ ښه ډیر ریکارډ لري او پاکستان کې تراوسه څه حادڅه نه ده شوې. د کال نونسوه اتیایم په لسیزه کې د کراچۍ په ایټمي بجلي گر کې د هیوي واټر یا ددرونو اوبو پلانټ شلیدلی وو خو څه نقصان تې نه وو شوی.

درنې اوبه یا هیوي واټر ایټمي بټۍ د چلن په عمل کې یخه ساتلو د پاره استعمالیږي. په درنو اوبوکې د عام استعمال اوبو په مقابله کې د کیمائي مادې هائیډروجن برخه زیاته وي.  

د نهې په ورځ د پاکستان ایټمي تاوانائي ادارې پاکستان ایټامک اینرجي کمشن وئیلې چې د کراچۍ او چشمه ایټمي بجلې گرونه په محفوظ ډول روان دي او کمیشن په جاپان کې د زلزلې او د سونامي ورستو د حالاتو جاج اخلي.

په کال ٢٠٠٨ کې د پنجاب صوبې د خوشاب ښار سره نزدې د عسکرې ‏استعمال ایټمي ري ایکټر کې د گیس سلینډر د شلیدلو په وجه هلته دوه کارکونکې وژل شوې وو. خوشاهد الرحمان وائي دغه پیښه په کیمیاوي عمل کې رامنځته شوې وه او د تابکارۍ سره يي تعلق نه لرلو.

په ایټمي بټۍ یا ري ایکټر کې د څه خرابۍ یا د حادثې په وجه تابکاري یا ریډیشن په هاغه صورت کې خارجیږي چې نیوکلئیر ملټ ډاؤن  اوشي یعني ایټمي بټۍ ویلي شي او هلته د ایټمي عمل د پاره پراته ایټمي مواد یا یورینیئم تابکاري خارجول شورو کړي.

د جاپان په فوکوشیما کې هم د ایټمي بجلي گر د بټۍ یا ري ایکټر د ویلي کیدو ویره ده، چې په لویه علاقه کې تابکاري خورولی شي او انساني ژوند ته خطر راپورته کولی ‍شي.

کار پوهان وائي په عامه توگه په فضا کې په قدرتي ډول ریډي ایشن موجود وي خو ددې کچه دومره ټیټه وي چې انساني ژوند ته خطر نه را منځته کوي. خو د ریډي ایشن زیاتوالی د انسان په وجود کې د وینې سره تړلې یو شمیر ناروغۍ رامنځته کولی شي چې د بدن د مدافعتي نظام کمزوري کیدل پکښې هم شامل دي.

ډيوه رډيو ژوندۍ خپرونه - واورئ

Deewa Radio Logo

ډیوه ویډیو



ډيوه رډيو پروگرامونه

به‌رنامه‌كانی رادیۆ

ډيوه رډيو نوری خپرونې

نور

ځانگړې رپورټونه

ایي سي سي کرکټ ورلډکپ 2011

نور

تصوف او صوفیان

تاریخ وایي صوفیانو د سولې پېغام عام اولس ته رسولی دی.

نور

زیات لوستل شوي