د وې او اې په اړه | وې او اې سره تماس ونیسي

وی او اې ډيوه ريډیو

د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

blank

  • داتوار ورځ, 13 مارچ 2011
  • تازه خبرونه

پاکستان RSS Feeds ار ايس ايس فيډ

هنگو کې د جنگیالو په ډزو کې ٨ کسان وژل شوې

پاکستان کې ١٥ کسان وژل شوې

جنوبي وزیرستان کې د ډرون حملې د تصدیق استخباراتي چارواکو هم کړی دی

مکمل مضمون

صدر اوباما : امريکا دسونامي دسترې تباهۍ نه بچ پاتې شوې ده

د امريکې صدر براک اوباما وئيلي دي جاپان کې دراغلې 8.9 شدت د ډیرې سختې زلزلې نه پيدا شوې سونامي له امله به امريکا دکوم زيان سره نۀ مخ کيږي.

Pakistani-Soldiers

اورکزو کې پوځ سره نښته کې شپږ جنگيالي وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دخالي په ورځ دپوځ او جنگيالو ترمينځ شوې نښته کې لږ ترلږه شپږ تندلاري وژل شوي دي.

شمالي وزيرستان : دډرون بريدونو کې شپږ جنگيالي وژل شوي دي

د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشکمنو بې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوي ميزائيلي بريدونو کې لږ ترلږه 6 کسان وژل شوي دي.

کراچۍ :د عدالتي فيصلې پر ضد د پيپلز گوند احتجاج

دواکمنې پيپلز پارټۍ لخوا د پاکستان دسترې محکمې ديوې پريکړې په ضد دجمعې په ورځ احتجاج روان دى او په دغه مهال ټول سړکونه ويران، دښار ټول سکولونه، کالجونه او يونيورسټۍ بندې دي.

پاکستان: د ډيوس معامله به دامريکې او پاکستان تعلقات نۀ اغیزمن کوي

د پاکستان دخارجه دفتر وياندې تهمينه جنجوعه د زيارت په ورځ وئيلي دي چې په پاکستان کې ددوؤ کسانو دوژنې په تور نيول شوي امريکائي وگړي ريمنډ ډيوس دمعاملې له امله به امريکې سره دپاکستان تعلقات نۀ متاثره کيږي

د طالب مخالف کمانډر لخوا حکومت سره دمرستې ختمولو دړکه

د پاکستان په خيبرپښتونخوا صوبه کې دطالبانو مخالف يو مهم لښکر حکومت څخه دمطلوبه وسيلو دنۀ ورکولو دگيلې کولو په ترڅ کې دخپلې مرستې ختمولو دړکه کړې ده.

پوځ په لومړي ځل وایي ډرون ترهگر وژني

د پاکستان پوځ په لومړي ځل د ډرون بریدونو په اړه کوم خپل نظر څرگندونه کړې ده او وایي چې په دغه بریدونو کې وژل شوي اکثره د القاعده ترهگرۍ شبکې غړي او طالب جنگیالي دي.

ډيره بگټي : د مائن چاؤدنه کې اووه کسان وژل شوي دي

بلوچستان کې د ضلعي چارواکو وينا ده چې د شورو په ورځ سحر مهال د مسافرو څخه ډک يو گاډى د لوپ سيمې څخه ډيره بگټي بازار ته روان وؤ چې په دغه مهال په لاره کې ښخ کړل شوى مائن دهغوي گاډي سره ټکر شو.

پيښور : ځانمرگي بريد کې د وژل شوؤ کسانو شميره 38ؤ ته رسيدلې ده

پيښور په خواؤشا سيمه متنواديزۍ کې تيره ورځ د طالبانودمخالف لښکر ديو غړي دميرمنې په جنازه ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره 38ؤ ته رسيدلې ده.

ورلډکپ : نيوزي لينډ په 110ؤ رنز پاکستان ته ماتې ورکړه

په پالي کيلى کې دنهې په ورځ دنړيوال کپ په يو ميچ کې نیوزي لېنډ ټېم د پاکستان کرکټ ټېم ته په 110ؤ رنز ماتې ورکړه.

جنوبي وزيرستان : دډرون بريد کې پېنځه جنگيالي وژل شوي دي

د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دنهې په ورځ دشکمنو بې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه 5 شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

پاکستان : د ډيوس پر ضد عدالتي کارروائي تر 16م مارچ پورې ځنډول شوې

پاکستان کې ددوؤ کسانو په وژنه کې ککړ امريکائي وګړي ريمنډ ډيوس پر ضد عدالتي کارروائي تر 16م مارچ پورې ځنډول شوې ده.

د پاکستان په گډون نړۍ کې د ميرمنو نړيواله ورځ نمانځل کيږي

په پاکستان کې د ميرمنو نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کيږي چې په دغه هيواد کې د جينکو په سوونو سکولونه تندلارو په بمونوالوځولي او دخپل ورځني ژوند په اړه ښځې ديو لړ ګواښونو سره مخ دي.

فيصل اباد: بمي چاودنې لږ تر لږه 30 کسان وژلي دي

د نهې په ورځ د پاکستان د پنجاب ايالت په فيصل اباد ښار کې د موټر د يوې بمي چاودنې لۀ امله لږ ترلږه 30 کسان وژل شوي اؤ تر125و زيات ژوبل شوي دي.

ډيوه رډيو ژوندۍ خپرونه - واورئ

Deewa Radio Logo

ډيوه رډيو پروگرامونه

به‌رنامه‌كانی رادیۆ

ډيوه رډيو نوری خپرونې

نور

ځانگړې رپورټونه

ایي سي سي کرکټ ورلډکپ 2011

نور

زیات لوستل شوي