BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
په اوکرایین کې د روسیې ۵۰ زره پوځیان وژل شوي
بي بي سي تائیدوي، چې په اوکرایین کې د روسي وژل شویو پوځیانو شمېر اوس له ۵۰ زرو اوښتی دی. بي بي سي ته مالومه شوې، چې په لومړۍ کرښه کې په وروستیو ۱۲ میاشتو کې، چې خپله مسکو یې د جګړې لومړۍ کرښې ته د ډېر شمېر سرتېرو استول (د غوښې څرخ) ستراتیژي بولي، د مرګژوبلې شمېر پکې د لومړي کال پرتله نژدې ۲۵ سلنه لوړ و. د بي بي سي روسۍ څانګې، د رسنیو خپلواکه ډله میډیازونا او رضاکارې ډلې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې د مرګژوبلو شمېر مالوموي.
افغانستان کې باران او سېلابونو ۶۶ او پاکستان کې ۴۹ کسان وژلي
له افغانستان او پاکستانه رپوټونه وايي، چې وروستیو سېلابونو دغو دواړو هېوادونو کې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان کړي دي. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۱۴ ولایتونو کې د سختو اورښتونو وړاندوینه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ورستیو اورښتونو له امله دغلته ۶۶ کسان مړه شوي، او ۳۶ نور ژوبلېدلي دي. د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو د مدیریت وزارت چارسمبالي پرون د مرستندویه بنسټونو له استازو سره په لیدنه کې وویل، چې وروستیو اورښتونو او سېلابونو ۲۳ ولایتونه زیانمن کړي دي.
"سړي پوهېږي چې ښځو ته په ځير کتل یې څومره ځورونکي دي؟"
تاسې څومره ښځې پېژنئ؟ البته چې شمېر به یې لسګونه وي. ځینې به وي چې هر وخت ښايي پرته له کومې ستونزې اړیکه ورسره نیولی شئ. تاسې ترې وپوښتئ چې پاکستان کې په عامه ځایونو کې ورسره سړي څه ډول چلن کوي. او ډېر ورته په ځیر ځیر ګوري؟ بیا یې ځواب ته غوړ شئ. ډېرې کمې ښځې به وي چې دې ستونزې سره به نه مخ کېږي.
د خبریالانو ملاتړي بنسټونه: کابل کې د دوو خصوصي تلویزیونو د خپرونو ځنډول "ناقانونه دي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي پلازمېنه کابل کې یې د 'نور' او 'بریا' ټلویزیونو خپرونې یې د محکمې د پرېکړې تر مهاله پورې (ځنډولې) دي. د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون پرېکړه کړې چې د 'نور او بریا' ټلویزیونو دوسیې محکمې ته وړاندې کړي او د محکمې تر پرېکړې یې د دغو ټلویزیونو د خپرونو د ځنډېدو پرېکړه کړې ده.
اسرائیل غزې ته د ملګرو ملتونو پر مرستو د "غیر قانوني محدودیت" لګولو تورن شو
ملګرو ملتونو غزې ته د بشردوستانه مرستو په اړه د "غیر قانوني محدودیتونو" په تړاو پر اسرائیلو نیوکې کړي او په غزې کې یې د دوه اعشاریه اته میلیارده ډالرو مرستې زیاتوالي غوښتنه کړې ده. په همدې حال کې د یونیسف یو چارواکی وايي، په غزه کې هره ورځ لږ تر لږه ۷۰ ماشومان ټپیان کېږي. ملګرو ملتونو په غزه او لوېدیځه غاړه کې له فلسطینیانو سره د مرستې لپاره د ۲،۸ میلیارده ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.
امريکا او اروپا پر ايران د نويو بنديزونو غور کوي
د امریکا متحده ايالات وايي پر اسرائیلو د ايران د بريد په غبرګون کې به په راتلونکو څو ورځو کې پر ايران نوي بنديزونه ولګوي چې تر ډېره به يې تمرکز د دغه هېواد د تېلو پر پلور وي. د امریکا د خزانې وزيرې جېنېټ يلېن د سې شنبې په ورځ وويل، پر اسرائيلو د ايران د توغنديو او ډرون بريدونو او همدا ډول د حوثي ياغيانو له خوا په خليج او سره سمندر کې پر بېړيو د بريدونو په ځواب کې به امریکا د خپلو متحدينو په مرسته پر ايران نوي بنديزونه ولګوي. "ځکه چې دا هېواد په سيمه او نړيوال اقتصاد کې د بې ثباتۍ لامل شوی دی."
ایران وايي خپله خاوره کې د طالبانو مخالفینو ته د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي ایراني چارواکو ورته ویلي چې د دوی په هېواد کې به د طالبانو حکومت سیاسي مخالفینو د فعالیت اجازه ور نه کړي. د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر په خبرپاڼه کې ویلي چې دا خبرې په کابل کې د ایران سفارت مرستیال دوی ته کړې. د خبرپاڼې په وینا سید حسن مرتضوي ویلي چې د طالبانو حکومت مخالفین په ایران کې د عادي کډوالو په توګه ژوند کوي او د سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري.
ملګري ملتونه: له تېر اکټوبر راهيسې په غزه کې لس زره ښځې وژل شوې
ملګري ملتونه د اسرائيل او غزې د جګړې په تړاو خپل نوی راپور کې وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې په غزه کې ۱۰زره ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه راپور کې چې په غزه کې د شپږ مياشتنۍ جګړې د پای ته رسېدو پر مهال خپور شوی، په دغه تراړه کې د اسرائيلي پوځ او حماس تر منځ جګړه د "ښځو پر وړاندې د جګړې" په نامه ياده شوې ده.
توره چڼیاسه څه شی ده او ولې خطرناکه ده؟
توره چڼیاسه انسانانو کې د تنفسي ناروغۍ، حساسیت او سالنډۍ لامل کېږي او کله خو آن وژونکې هم تمامېدای شي.
ځانګړي مطالب
هغه اروپايي هېوادونه چې ځوانان یې تر ټولو ډېر خوشاله دي
د نړۍ د خوشاله هېوادونو په نوملړ کې سږ کال د چک جمهوریت، لیتوانیا او رومانیا هغه هېوادونه دي، چې له ۳۰ کلنۍ کم عمره کسان پکې تر ټولو ډېر خوشاله دي.
فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ: 'پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې'
په افغانستان کې د ملګر ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" فضا ته د بشر د سفر نړیوالې ورځ په مناسبت يوه پیغام کې ویلي پښتو څلورمه رسمي ژبه وه، چې په فضا کې ویل شوې ده. یوناما جمعه (د اپریل ۱۲مه) پر خپل فېسبوک او اېکس خواله رسنیو لیکلي چې افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې میر فضايي مرکز ته سفر وکړ او له هغه ځایه یې مور سره تلېفوني خبرې وکړې. پښتو په دې توګه څلورمه رسمي ژبه شوه چې په فضا کې ویل کېده. ښاغلی مومند د دغه فضايي سفر پر مهال ۲۹ کلن و.
د اسرائیل او حماس جګړه کوم ځای ته رسېدلې ده؟
نږدې شپږ میاشتې کېږي، چې د تېر اکتوبر په اوومه د حماس جنګیالیو له غزې څخه د اسرائیلو خاورې ته ننوتل او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او سلګونه یې یرغمل کړل. د حماس دې کړنې په ځواب کې اسرائیلو ژمنه وکړه، چې "حماس به له منځه یووسي" ترڅو هیڅ ګواښ نه وي، او ټول یرغمل شوي کسان به کورونه ته راستنوي. له دې سره پیل شوې وحشتناکې جګړې تر دې دمه ۳۳ زره فلسطینیان وژلي او د غزې لویه برخه ویجاړه شوې ده چې یادې شمېرې د حماس د روغتیا وزارت لخوا خپرې شوې دي.
له میندوارۍ وروسته ښځې څه ډول رواني حالت سره مخ کېږي او درملنه یې څه ده؟
"په ماشوم ناروغه شوم، سخت دردونه راباندې راغلل او روغتون ته یې بوتلم، روغتون کې مې چې د نورو میندوارو ښځو زږېروي او چیغې واورېدې ډېره وډاره شوم. له وارخطايۍ مې دردونه ورک شول او خولې راباندې راماتې شوې."
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۱۸ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
واورئ, خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۱۷ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۵:۳۰, ۱۷ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۱۷ اپریل ۲۰۲۴, ۳۰،۰۰ موده
له بي بي سي دا خپرونه اورئ
تازه خبرونه واورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.